|
پوهاند دوکتورم.ا.زيار
اکسفورډ،21-9-08
اهورايي ترانې
د خزانزمولو پسرليو،
ګلغوټيو،
د ترمو ترمو پاڼې
پاڼې
رژېدلو
سرو
ګلونو
،
له تنده غري وچ چمن د سرو کوکيو پر لېږد،
د سر پرېکړوسرو
ګلولو
ګلکڅونو
پر مرګ،
د سوي بڼ
د تاند لبانو ناوکيو پر ياد،
د نيمه خوا ويشتلو چوڼو
غريو نيولو نغمو،
د لوغړنو
سوو سوو
ګونګو
سيو
د نيمزالو توتکيو پر ياد...
د سپين توپان، تورو سيليو په لاس
له ورانو
ځالو
راپرېوتو
ربغړو
په وير؛
د
ګونګو
ګونګو
فريادونو،
کريږو
کړيکو
د غبرګون
اوانځورنې
په پار...
ځم
د خدايګوټې
((ميوز)) په پښو
کې
پر سجده پرېوځم،
ورته له
ډېر
نيازه
ځولۍ
غوړوم،
ورته
زارۍ
جګۍ
سوالونه کوم،
ګوندې
يې
زړه
راباندې
نرم شي
او ولورېږي!
که نه نو،
پل به يې
وا نه خلم له درباره
ځنې؛
ورته به خاورې
پر سر باد کړم
او تر هغې
به يې
پر وړاندې
په کو کو وينې
وينې
ژاړم،
تر
څو
را وننګېږي،
راباندې
زړه
وسوځي،
او په دې
ويرکې
کړي
د شعر پرښتې
ملې
راسره،
راکړي
سپېڅلی
يزداني قلم
په
ګوتو
کې
مې
او هله
وکښم
په
ټول
ځاځ
و
ځواک
له سېلمې
ځنې:
د هغو
ټولو
مينه وړو
بلهاريانو
بوږنوړې
سانيولې
ساندې،
هغه د وير و ناورين،
ها ترهوړې
پرهرژلې
ترانې
د مهال،
واړه
ويرژلې،
وينې
وينې
تکې
سرې
ويرنې!
نه نه، ويرنې
ترڅو؟
بويه پېيلې
سابښونکې
نغمې،
ها ناويلې
او ناکښلې
د پېړۍ
بوللې،
هغه د نن سبا رښتيني
زړه
راکښونکې
نغمې
،
هغه د ژغور او ازادۍ
اهورايي ترانې
!!؟
|