دا بیا مې په ګوګل کې .........
-------------------------------------------
استاد ایوب چې زموږ د هیواد یو
پخوانۍ نامتواو ولسي هنرمند دی،
ده هم دی سیلاب صیب
شعرونه په خپل ښکلي او خواږه آواز
کې ویلي دي، خود ده یوه سندره د
موسیقې په ډګرکې ځلانده او تل
پاتې ده چې د خلکو په منځ کې یو
ځانګړې ځای او مقام لري او خلک یې
ډیر
زیات خوښوي هغه ښکلې سندره چې شعر
یې هم دسیلاب صیب دی دا ده:
لیونې میني کړم آشنا د بیابانه
سره
پریدی چې ګرځم لیونې په غرونو
-------------------------------------
----------------------------------------------------
نا څاپه خواته شاه لیلا راغله
له نازه ډکه په خندا راغله
-------------------------------------
-----------------------------------------------------
څومره خوږه ستا دنیا دمینې
.........
-------------------------------------
استاد شاه ولي چې یوپه زړه پورې
آواز لري، او نن ورځ د پښتو د
موسیقې په ډګر کې ډیر
ښکلې ځلیدلې دی، ده هم د سیلاب
صیب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې
دا ده:
هغه د غلام د آقا خبرې..........
-------------------------------------
استاد طلا محمد چې د
رادیوافغانستان پخوانې هنرمنداو
دخواږه آواز خاوند دی، او د پښتو
موسیقې د ودې لپاره یې ډیر
خدمتونه کړي دي، ده هم د سیلاب
صیب شعرونه ویلي دي،
چې بیلګه یې دا ده:
ستا مستو خماروسترګو په ما کړې
اثر دی
عالم په ما خبر دی
--------------------------------------------
-------------------------------------------------------
بیا باغی ارم ته ځي ---- مسته
خاپیرې په ناز
-----------------------------------------------
-------------------------------------------------------
او بریالې ولي چې زموږد هیواد یو
تکړه، خوږژبې ځوان هنرمند دی، ده
هم دسیلاب صیب
شعرونه ویلي دي ، چې بیلګه یې دا
ده:
دسیند په غاړه شوه را په غاړه
..........
-----------------------------------------------
-------------------------------------------------------
لنډه دا چې د سیلاب صیب شعرونه چې
په دغو اشعارو کې زیاتره برخه د
وطن ترانې،د موسیقې شعرونه دي،
ډیرو نورو هنرمندانو هم ویلي دي د
بیلګې په توګه:
میرمن آزاده، استاد مهوش، لیلا،
افسانه، ناهید، پشتون قمر، نغمه
او داسی نورو هنرمندانو،
چې د دوی ثبت شوي آوازونه د
رادیوافغانستان د موسیقې په ارشیف
کې موجود دي.
په رښتیا، چې دموسیقې هنرد
ډیرواولسي شاعرانوشعرونه ژوندي
ساتلي دي. دسیلاب صیب خواږه
شعرونه او ښکلې ترانې او سندرې
کله چې د موسیقې په پردو کې راشي
نو ځانته یو
ځانګړې خوند لري، او مینه وال یې
خوښوي او ترینه لذت وړي.
سیلاب صیب ته خدای پاک یوڅپاند،
ځلاند اوروښانه فکر،درک، احساس
اوشاعرانه استعداد
ورپه برخه کړې و.د ده په شعرونوکې
د ملي،اجتماعي،اخلاقي،عشقي،تصوفي
اوتنقیدي اړخ
نه رانیولې تر غزل پورې ډیر پاک
سپیڅلې ، ملي احساس پروت دی. دی د
خپل وطن او د کړیدلي ولس د دردونو
اوغمونو سره دردمن او غمجن و. ده
د خپلی ژبې د ودی لپاره او د
آزادې او خپلواکۍ په لاره ګې او
دخپل هیواد د پر مختګ لپاره ځان
لکه پتنګ سوځلې و.
دی په خپل یو شعر کې د وطن سره
مینه اود آزادې او خپلواکۍ د ښکلي
نعمت پیغام داسی
بیانوي:
ای ګرانه وطنه ته می ګل ز دې بورا
یمه
ستا په محبت کې تورې ډال ته په
خندا یمه
ای ګرانه وطنه سر او مال به تا نه
جار کړمه
مال به صدقه کړمه سر به تا ځنې
نثار کړمه
ورک به کړم غماز له تا، دامان به
دې ګلزار کړمه
تا به په ګاڼود آزادې همیش سینګار
کړمه
----------------------------------------------------------
--------------------------------------------------------------------
او بیا په خپل یو شعر کې د آزادې
درس او دیو خپلواک ژوند چغه داسی
پورته کوي:
زه ستا د غیږې خوندورې شیبې
قسم دی کله هیرولې شمه
وطنه ستا دا دنګې هسکې څوکې
کله پردو ته پر یښودلی شمه
ستا په لمن کې د پردو حکمونه
وطنه زه کله زغملی شمه
که می پرې مال عیال شي واړه تباه
پردي واکدار کله منلی شمه
----------------------------------------
سیلاب صیب د زړه له کومې په خپلو
شعرونو کې د قوم اوهیواد د بیدارې،
ترقې، پښتون اوپښتونوالۍ، آزادې
او خپلواکۍ لوړ غږ او آواز پورته
کړې دی، او په دی لاره کې دی د
د خپل مال او عیال څخه تیریږي. زه
هیله مندیم چې له دی قومي، ولسي ،
ملي اواجتماعي
شعرونواو سندرونه زموږ اوسني او
راتلونکي نسلونه د عبرت پند واخلي.
د ده خواږه اوپه زړه پوري شعرونه
،ملي سندرې اووطني ترانې په لره
اوبره پختونخواکې
دتل لپاره ژوندي پاتی شوې دي.
سیلاب صیب د آزادې او خپلواکۍ ،
شرافت او حیثیت او د یو خپلواکه
ژوند عزت او د قلم
فضیلت په ډیره میړانه او قربانې
دخپل د ژوند تر پایه پورې وساته.
ښاغلي نصرالله حافظ په حپله یوه
لیکنه کې وایي، چې یوه ورځ سیلاب
صیب ماته وویل:
چې ما خپل قلم ته یو شعر لیکلی دی.
ما ورته وویل، ژرشه د قلم شعر
راته ولوله.
سیلاب صیب چې ډیر شه دکلماتور و
په خپل خوږغږ یې د قلم شعر ولوسته،
چې د دغی
شعر دوه بیته داسې دي:
قلمه! ښکل به دې کړم
نوم د جانان ولیکه
ولیکه مرور آشنا ته ، ټول زیات و
کم د آشنا
که زما لیکې ورته څیرې ګریوان
ولیکه
-------------------------------------------
د سیلاب صیب په شعرونو کې د
ځوانانو بیدارول، پوهول، د هیواد
سمسورتیا او پرختیا او
د هوسا او آزاد ژوند هڅول نغښتی
دي. دا د ده آرمان وه، چې ملي فکر
او د آزادې مفکوره
او د خاورې پت او عزت د خپلو
وطنوالو په ذهنونوکې را وپاروي.
سیلاب صیب ادبي نثرونوته هم
پاملرنه کړې ده. خواږه او سلیس
نثرونه یې لیکلي دي.لنډی
کیسی یې هم لیکلي دي، او یو شمیر
یې له نورو ژبو څخه ژباړلي دي.
دسیلاب صیب شعري مجموعه وروسته له
ده له مړینې څخه په کابل کې د
لیکوالو انجمن له خوا چاپ شوه، او
نورې شعري مجموعې یې په قلمي توګه
د ده د فرهنګي او ادبي ملګرواو
یارانو سره پاتې دي. دا هیله شته
دی، چې د ده زوی ښاغلي الله نور
سیلاب چې یوتکړه اوبا استعداده
ادبي څیره ده وکړای شي د دغو
مجموعې په راټولولو د سیلاب صیب
نوې شعري
ټولګه چاپ او د مینه والو په
اختیار کې کیښودل شي.
سیلاب صیب یو ریښتینې مسلمان او
متدین انسان و، دی د تقوا او
پرهیزګارې دروند
شخصیت و. ده له خدای پاک سره، د
وطن سره، انسان سره، انسانیت
اوانساني کرامت سره
سپیڅلې مینه اومحبت درلود.دی
یومیلمه پال اوپه پښتواو
پښتونوالي کې کلک اوټینګ انسان
و. دی یوځوان شاعر و، شاعري یې
ځوانه وه، احساس یې ځوان و، ده
کولای شوې نورهم
د پښتو د ادبیاتو د ودې لپاره ډیر
ستر قدمونه اوچت کړي وای.
سیلاب صیب یو پاک او سپیڅلې انسان
و. ده له خپل هیواد او وطنوالو
سره او د هیواد د
خپلواکۍ او آزادې سره یوه ځانګړې
مینه لرله، ده د پردو غلامي نه
منله، یوآزاده او خپلواکه
ژوند ته معتقد و.همدا وجه وه چې
دی په (۱۳۵۷) هجري شمسي کال کې د
وخت دحاکمانو
له خوا ونیول شواو د دهمزنګ په
محبس کې بندي شو، او وروسته د
ځینو وحشي قاتلانو له
خوا په شهادت ورسید. دی نه یوازی
چې شهید او ځوانیمرګ شو بلکې د ده
شاعري یې هم ځوانیمرګه کړه، اودی
له دی دنیا څخه ارمانجن ولاړو، او
دهیواد ادبي او فرهنګي ټولنه یې
د یوه څپاند اوتکړه شاعر او له
ادبي او فرهنګي نعمتونونه بی برخې
کړه.
د ده مړینه زموږ دوطن د ادبیاتو
په تاریخ کې یوه لویه اونه جبیره
کیدونکې ضایعه وه، چې
د ادب او فرهنګ مینه وال به یې
هیڅکله هیر نه کړي.
خو زه باور لرم، چې زموږ د
پښتوادبیاتو په غیږ کې به د ده
نوم تل پاتې وي اوتاریخ به تل
په داسې اتل میړني ویاړي.دی به
دتل لپاره په خپلو با ارزښته
لیکنوکې ژوندې پاتې وي، او
د ادب او فرهنګ علاقمندان به د ده
په خوږو او تودو شعرونو اونثرونو
خپلې ذوقي تندې
ماته وي.
(خدای پاک ده سیلاب صیب وبخښي )
او د ده خواږه شعرونه او ښکلې
ترانې ده تل تر تله
ژوندۍ او تاندې لري.